په سمنګان ولایت کې د کشکک کانال جوړولو پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي
۱۴۴۸/۶/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۲۶ هـ.ل
د خلم – ایبک سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د سمنګان ولایت د پورتنۍ دره صوف ولسوالي اړوند د کشکک کانال جوړولو پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.
یاد کانال چې ۱۹۶۰ متره اوږدوالی لري، چارې یې ۹۵ سلنه بشپړې شوې او ګټې ته په سپارلو سره به یې شاوخوا ۲۰۰۰ کورنۍ ورڅخه ګټه پورته کړي.
دغه کانال د ۵۰۰ هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري او د یادې ولسوالي د بازار د اړتیا وړ اوبه چمتو کوي.
