په شمال سیندیزه عمومي حوزه کې د تېر کال ستونزو او ننګونو ته د رسیدګي او د ۱۴۰۳ کال پلان د وړاندې کولو په موخه د همغږۍ ناسته تر سره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۱۷:۱۹
1

دغه ناسته د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم انجنیر رفیع الله مجتبی تر مشري لاندې  د بلخ، سمنګان، فاریاب، سرپل او جوزجان سیندیزو فرعي حوزو د رئيسانو، سلاکارانو او آمرینو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د ۱۴۰۲ کال ستونزو او ننګونو ته د رسیدګي او د ۱۴۰۳ کال پلان د وړاندې کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس د اجراآتو پر تعقیبولو، د فعالیتونو پر لومړیتوب بندي، کره برنامه ریزۍ،د ۱۴۰۳ کال پلان د چارو پر چټکتیا او د اړوندو سیندیزو فرعي حوزو ستونزو ته د رسیدګي او د اړتیا وړ تجهیزاتو پر چمتوکولو باندې ټینګار وکړ.

په ورته مهال، د سیندیزو فرعي حوزو رئیسانو ستونزو ته د رسیدګي او د پر وخت اجراآتو د ترسره کولو په موخه خپل وړاندیزونه وړاندې کړل.

همدارنګه د ناستې په پای کې د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس ستونزو ته د رسیدګي او د پر وخت اجراآتو د ترسره کولو په موخه اړوندو مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu