په غزني ولایت کې د مقرب چکډیم پروژې چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوې دي
۱۴۴۸/۶/۱۲ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۹/۲ هـ.ل
د غزني سیندیزې فرعي حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو د ګیلان ولسوالي اړوند د مقرب چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.
د یادې پروژې چارې چې د ۷۹ زره او ۵۶۷ امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي، تر اوسه پورې ۹۸ سلنه بشپړې شوې دي او پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړې شي.
دغه چکډیم د ۱۰۱ متر په اوږدوالي او د ۷ متره په لوړوالي سره جوړېږي او د چارو په بشپړېدو سره به یې د ځمکې لاندې اوبه پیاوړي او د باران او سېلاب اوبه هم کنټرول شي.
