په فراه ولایت کې د بخش آباد بند د بانکي حساب د اطلاع رسونې په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۹ - ۱۶:۴۰
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزرات د مقام ستر اقتصادي سلاکار محترم الحاج حارث زرمتي، د اطلاعاتو او نشراتو رئيس محترم الحاج غلام جیلاني حق پرست، د دې وزارت مالي رئيس محترم فیض الله عزیزي او همدارنګه د خصوصي بانکونو د استازو په ګډون د اوبو او انرژي وزرات د مقام د دفتر په عمومي ریاست کې ترسره شوه.

 په دې ناسته کې، په فراه ولایت کې د بخش آباد بند بانکي حساب ته د خلکو د پام د جلبولو په موخه د اطلاع رسونې چارو د پرمخ وړلو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي وزارت مسؤلینو د فراه ولایت د بخش آباد بند بانکي حساب د اطلاع رسونې په برخه کې د خصوصي بانکونو څخه د همکاري غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې نوموړی بانکي حساب د فراه ولایت د بخش آباد بند د جوړولو لپاره د ولسي مرستو د راټولولو په موخه جوړ شوی دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۰:۰
Background image

غور ولایت کې د هریرود سیند او د یوه سټیشن د ټینګښت پروژې چارې د څه باندې څلور میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

د غور ولایت د دولت‌یار ولسوالي په شینیه کلي کې د هریرود سیند او د شینیه هایدرولوژي سټیشن د ټینګښت پروژې چارې د ۴ میلیونه، ۳۸۱ زره او ۳۰۹ افغانیو په لګښت د غور د اوبو او انرژي رئيس محترم. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۴:۵۶
Background image

اوبو او انرژي وزارت کې د ټاپ نړیوالې پروژې د رهبري کمېټې دوهمه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته نن، شنبه( د ۱۴۰۴ هـ.ل کال د وږي ۲۲) د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور تر رهبري لاندې د دغه وزارت د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب، د مالیې، صنعت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۴:۲۷
Background image

خوست ولایت کې د ۵۱ څارنیزو څاګانو ارقام را ټول شول

د خوست ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم لخوا د دغه ولایت په اړوند سیمو کې له څارنیزو څاګانو څخه د ارقام راټولولو ۳ ورځنۍ پروسه بشپړه شوه.

نوموړي تخنیکي ټیم د خوست ولایت د مرکز. . .

بیرته تګ

User account menu