په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه
۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل
د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په اوږدوالي او د ۶ متره په پلنوالي سره د کانال جوړېدل او همدارنګه د کانال د ساتنې لپاره د ۶۰ متره په اوږدوالي او په ۶ متره لوړوالي سره د محافظوي دېوال او د ۱۰ زره جریبه کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو تنظیم او د ویجاړ شویو سیمو جوړېدل شامل وو.
دغه پروژه د ۵ میاشتو په موده کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
