په لوګر ولایت کې دوه پروژې د شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې
۱۴۴۸/۶/۱۴ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۹/۴ هـ.ل
په لوګر ولایت کې د وزیر کلي کانال پروژه او په بابوس سېمه کې د شولک چکډیم پروژه د شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست او یو شمېر نورو سیمهایزو مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاد کانال د ۴.۲ کیلو متره په اوږدوالي او چکډیم د ۹۵ متره په اوږدوالي او ۴ متره په لوړوالي سره جوړ شوي دي.
د یادو پروژو ګټې ته په سپارلو سره به د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي ترڅنګ د ځمکې لاندې اوبه تغذیه او پراخې کرنیزې ځمکې د سېلاب د خطر له ګواښ څخه خوندي شي.
