په میدان وردګو ولایت کې د څلورو پروژو چارې د 300 زره ډالرو په ارزښت پیل شوې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۱ - ۱۱:۱۹
1

د میدان وردګو ولایت په سید آباد ولسوالي کې د څلورو پروژو چارې د 300 زره آمریکایي ډالرو په ارزښت د یاد ولایت د والي محترم مولوي محمد امین جان عمري، د میدان ښار سیندیزې حوزې رئيس محترم مفتي عبدالصمد حلیم، د سید آباد ولسوال او یو شمېر قومي مشرانو په شتون کې پيل شوې.

د یادو پروژو په پرانیست غونډه کې ښاغلي عمري وویل چې د افغانستان اسلامي امارت به هغو ولسوالیو ته ډېره پاملرنه وکړي چې په تېرو کلونو کې له اساسي خدماتو څخه محرومې پاتې شوې وي.

همدغه راز، د میدان ښار سیندیزې حوزې رئيس د دې پروژو په پرانیست غونده کې ولسونو ته ډاډ ورکړ چې د اوبو د مدیریت په برخه کې به د دوی اساسي ستونزو ته جدي پاملرنه وشي او له قراردادي شرکت څخه یې  و غوښتل چې  د پروژو ودانیزې چارې په لوړ کیفیت جوړې کړي.

د یادو پروژو چارې د FAO موسسې په مالي ملاتړ د میدان ښار سیندیزې حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي او چارې یې به د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي، چې په بشپړيدو سره به یې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۲
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق مطابق ۳/۱۷ /۱۴۰۵ هـ ش

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۴:۸
Background image

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې ودانیزې چارې ۵۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۷/۱۲/۲۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۶ هـ ش

 د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu