په ننګرهار ولایت کې د روغانو کلي د سربند او تحکیماتې دېوال جوړولو او د کانال د پاکاري پروژې چارې پرانیستل شوې

mew-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۵ - ۱۴:۳۳
1

د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالي د روغانو کلي د سربند او تحکیماتې دېوال جوړولو او د کانال د پاکاري پروژې چارې د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې رئیس الحاج سید فضل احد هاشمي، د WFP دفتر مسئولینو او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسئولینو په شتون کې پرانیستل شوې.

یاده پروژه د WFP دفتر په مالي ملاتړ د افغانستان د بشپړې پراختیا موسسې په تخنیکې همکاري سره ترسره کېږي.

په یاده پروژه کې د 35 متره په اوږدوالې سره د سربند جوړول، د 12 کیلومتره په اوږدوالې سره د کانال پاکارې او د 600 متره په اوږدوالې سره د تحکیماتې دېوال جوړول شامل دي چې 750 تنه کاریګرو ته پکې د کار زمینه چمتو کېږي.

د یادولو وړ ده چې د یادې پروژې په بشپړېدو سره به 4000 جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شې.

همدارنګه، د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د حصارک کلي د سربند څخه څارنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu