په نږدې راتلونکې کې به د فراه ولایت په لاش جوین ولسوالي کې د بندونو او کانالونو سروې پیل شي

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۱:۵۰
1

د فراه رود – فراه سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم ملا برهان الدین مینه‌وال او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت لاش جوین ولسوالي ته سفر وکړ او د دغې ولسوالي له ولسوال او قومي مشرانو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د نوموړې ولسوالي قومي مشرانو د بندوکي کانال او بند د ترمیم او بیا رغونې او د بندونو او کانالونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، ښاغلي مینه‌وال په نوموړې ولسوالي کې بندونه او کانالونه له نږدې وکتل او ژمنه یې وکړه، چې په نږدې راتلونکې کې به د دغې ولسوالي د بندونو او کانالونو د سروې په موخه تخنیکي ټیم ولېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۲
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق مطابق ۳/۱۷ /۱۴۰۵ هـ ش

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۴:۸
Background image

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې ودانیزې چارې ۵۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۷/۱۲/۲۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۶ هـ ش

 د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu