په هرات، بادغیس  او د هېواد په یو شمېر نورو لویدیځو ولایتونو کې د وروستیو زلزلو په هکله د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د غمرازۍ پيغام!

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۱:۴۱
1

له بده مرغه چې د تیرې ورځې په زلزلو کې په هرات، بادغیس او د هېواد په یو شمېر نورو لویدیځو ولایتونو کې زمونږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ژوبل شوې او ستر مالي تاوانونه ور اوښتې  دي، له همدې کبله زیانمنو شویو هېوادوالو ته د خپلې ژورې خواشینۍ او تسلیت مراتب د وړاندې کولو ترڅنګ، په دغه غمجنه او زړه بوږنونکي پېښه کې د خدای(ج) له دربار څخه شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپيانو ته د عاجلې او کاملې شفا او کورنیو ته یې د جمیل صبر غوښتونکی یم.

همدارنګه له ټولو کورنیو او بهرنیو موسسو، ملي سوداګرو او خیریه بنسټونو څخه غواړم چې په دې سختو شرایطو  او دردناکه پېښه کې زمونږ د هېوادوالو ترڅنګ ودریږې او هیڅ راز همکاري ورڅخه ونه سپموي.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu