په هغه غونډه کې چې په هرات ولایت کې د اوبو سرچینو د وضعیت د څېړلو په موخه جوړه شوې وه، د هغه ولایت د اوبو سرچینو د وضعیت په هکله اړین معلومات وړاندې شول

MEW-Media
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۵:۳۷
۱

د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا او د هغه ریاست تخنیکي ټیم په هغه غونډه کې چې د اوبو د ګټې اخیستونکې ټولنې له لوري د ګذرې ولسوالي د غونډو په تالار کې د اوبو سرچینو د وضعیت د څېړلو په موخه جوړه شوې وه، ګډون وکړ.

په دغه غونډه کې، د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس د هغه ریاست د لاسته راوړنو، د اوبو سرچینو د وضعیت او د وروستیو کلونو د اوبو د کموالي، د اوبو دکموالي مدیریت د ډولونو ، د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې، د میټرونو د نصبولو او د اوبو سرچینو د حریم د ساتنې په هکله اړین معلومات وړاندې کړل.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۴۵
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۴ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴ هـ.ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي اړوند په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې تر اوسه پورې ۳۷ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د پامانې چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۳۰ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په محمد آغې ولسوالي کې د پامانې چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

بیرته تګ

User account menu