په وروستیو ۱۰ کلونو کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د بودیجې د لګښت ګراف.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د هلو ځلو په نتیجه کې په وروستیو ۱۰ کلونو کې د دغې د بودیجې لګښت ګراف خورا هیله بخښوونکی دی.
تاسو په دغه ګراف کې وګورئ، چې له یو کال څخه بل کال ته بودیجه په ښه توګه لګول شوې خو په وروستي کال کې د دغې ادارې را منځته کېدو سره د بودیجې لګښت خورا هیله بخښوونکی دی.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې رهبري د دغې ادارې د ټولو واحدونو کار کوونکو ته د دغه لاسته راوړنې مبارکي وايي او په راتلوونکي کې ورته د لا ډيرو بریاو هیله کوي او د دوئ د هلو ځلو قدرداني کوي.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې رهبري خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې دغه اداره د هېواد پر کچه متوازنې پراختیا ته ژمنه اداره ده، زموږ هڅه دا ده چې د مرکزونو پر ځای لرې پرتو سیمو ته پاملرنه وکړو تر څو ولس د حکومت له کړنو خبر او ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.
