په پروان ولایت کې د ګلبهار عمومي کانال د سربند پروژې چارې ۸۰ سلنه پرمخ تللي دي

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۶ - ۱۰:۲۶
1

د غوربند- چاریکار سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن حبیبي په پروان ولایت کې د ګلبهار عمومي کانال د سربند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره کړه او مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په پار لازم هدایات ورکړل.

د یاد کانال د سربند چارې ۸۰ سلنه پرمخ تللي دي او ټاکل شوې ده چې ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

همدارنګه د یادې سیندیزې فرعي حوزې او د مرکز مسؤلینو  په سالنګونو کې د واورې د لوړوالي سطحه معلومه کړه. د شمالي سالنګ د دروازې په برخه کې د واورې لوړوالی ۲.۵ متره او د سویلي سالنګ د دروازې په برخه کې د واورې لوړوالی ۲ متره تثبیته شوه.

تازه خبرونه

بیرته تګ

User account menu