په پکتیکا ولایت کې د اوبو د ککړتیا د مخنیوي په موخه  د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۱۱:۳۴
1

دغه ناسته د پکتیکا مرستیال والي محترم مولوي مخدوم عبدالسلام سعادات تر مشرې لاندې د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي فتح محمد ذاکر او د دغه ولایت د چاپېریال ساتنې، ښاروالي، کلیو پراختیا، کرنې، عامې روغتیا او علماو شورا رئيسانو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې رئیس په پکتیکا ولایت کې  د ځمکې لاندې اوبو د بې ځایه ګټې اخیستنې  د مخنیوي او د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا لپاره د تقویتي څاګانو د کېندلو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه، په دې ناسته کې د اوبو د ککړتیا د مخنیوي د کړنلارې په هکله پرزنټیشن وړاندې شو او د ځمکې لاندې اوبو د پياوړتیا ، تقویتي څاګانو د کېندلو ، د باران اوبو د را ټولولو د طرحې او د کارول شوو اوبو د بېرته ګټې اخیستنې د لارو چارو په هکله هم معلومات وړاندې شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu