په کاپیسا ولایت کې د درې عام المنفعه پروګرامونو له تطبیق څخه څارنه ترسره شوه.

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۷ - ۱۲:۴۲
1

د کاپیسا ولایت د چاپیریال ساتنې ریاست او پنچشیرر پائیني (محمودراقی) فرعي سیندیزې حوزې ښاغلو رئیسانو د غذا په مقابل کې کار ملي پروګرام، د کانالونو غاړو د پیاوړتیا د تخنیکي سروې او د دې ولایت حصه اول کوهستان په ولسوالۍ کې د چاپیریال ساتنې له پروګرام څخه څارنه ترسره کړه.

یادو رئیسانو او مسؤلینو د خواجه، خورم، شاخه کره تازه او نوآباد کانالونو د پاکونې څخه څارنه وکړه او د اوسېدونکو او بزګرانو سره یې ولیدل او د هغو ستونزې یې له نیږدې واوریدې.

د دې لیدنې په جریان کې د میرمسجدي مکتب له مسیر څخه تر خرم او خواجه سربند پورې ټولې  کمزورې نقطې له نیږدې بررسي شوې او د کوهستان حصه اول مدیریت دفتر ته لازم هدایت ورکړه، ترڅو د اوبو او انرژي وزارت د اوبو قانون، کړنلارې او مقررو مطابق ټولې تخریب شوې نقطې او د کانالونو ضعیف شوی غاړو تخنیکي سروې شروع کړي.

د یاد ونې وړ ده چې د دې لیدنې په جریان کې د کاپیسا ولایت حصه اول کوهستان خلکو د افغانستان اسلامي امارت د نه ستړیکدونکو هڅو او همدا راز د ا.ا.ا د ریاست الوزرا معاونیت له فیصلې چې د بیکاره او بې وزلو وګړو لپاره د کار زمینه برابره کړې ده د قدردانۍ اظهار وکړ.

د اوبو او انرژي وزارت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu