په کاپیسا ولایت کې د څلورو عمومي کانالونو سروې ترسره شوه
د لاندني پنجشیر سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم او د UNFAO دفتر انجنیرانو په کاپیسا ولایت کې د شاخ آب، ده بابي، صدیقي او قول بابر کانالونو سروې ترسره کړه.
ټاکل شوې ده چې د یادو پروژو عملي چارې د ډیزاین او پروژې جوړونې وروسته پیل شي.
