په کندز ولایت کې د نقي کانال د پاکاري چارې پيل شوې
په کندز ولایت کې د نقي کانال د پاکاري چارې د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې رئيس ښاغلي انجنیر رفیع الله مجبتی او د ASIO د دفتر استازي په شتون کې پیل شوې.
د یاد کانال د پاک کاري په چارو کې د ورځي د ۴۳۰ کسانو په شاوخوا کې د غذا په مقابل کې کار کوي او چارې یې د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې په همغږي د WFP سازمان په مالي ملاتړ پرمخ وړل کېږي .
