په کندز ولایت کې د وکیل جنګل کانال د تحکیماتو پروژې چارې شاوخوا ۵۰ سلنه پرمخ تللي دي
د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د کندز ولایت په قلعه ذال ولسوالي کې د وکیل جنګل کانال د تحکیماتو پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او مسؤلینو ته یې د چارو د ښه کیفیت په موخه لازم هدایات ورکړل.
د یادې پروژې چارې د FAO دفتر په مالي ملاتړ د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې د مسؤلینو تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.