په کندهار ولایت کې د ظاهر شاهي کانال د پاکاري چارې پيل شوې

mew-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۹ - ۱۱:۵۶
1

په کندهار ولایت کې د ظاهر شاهي کانال د پاکاري چارې د کندهار والي ښاغلي حاجي محمد یوسف وفا، د ارغنداب سیندیزې فرعي حوزې رئیس ښاغلي ملا سید محمد شرافت او د یاد ولایت د یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې پيل شوې.

د یاد کانال د چارو په پرانیست غونډه کې د ارغنداب سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي ملا سید محمد شرافت وویل چې ظاهر شاهي کانال ۷۹ کیلومتره اوږدوالی او ۴ متره ژوروالی لري، چې د  تېرو سیلابونو له امله د رسوباتو، خاورو او جغلو څخه ډک شوی او پکي په سم ډول د اوبو د تېریدو وړتیا نشته او د پاکاري چارې یې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌ هبة‌الله حفظه‌الله د ځانګړي لارښوونې په اساس د «مشرتابه د بېړنیو خدماتو» په نوم د جوړي شوي کمېټې له لوري رسما پيل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۲
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق مطابق ۳/۱۷ /۱۴۰۵ هـ ش

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو. . .

بیرته تګ

User account menu