په کنړ ولایت کې د سالار عمومی کانال حریم تثبیت شو
د کنړ سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د یادې حوزې د رئیس الحاج مولوي دوست محمد حنفي د لارښوونې پر بنسټ د یاد ولایت مرکز اسعدآباد په سیمه کې د سالار عمومي کانال حریم چې د څوارلس دوکاندارانو له لوري غصب شوی وو تثبیت کړ.
همدارنګه نوموړو دوکاندارانو ته لارښوونه وشوه چې د یاد کانال حریم خوشي کړي.