په ۱۴۰۰ کال کې به په لغمان ولایت کې د ۲ بندونو او ګڼو نورو پروژو چارې پيل شي.

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۱ - ۸:۹
321

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په خپل کاري دفتر کې د لغمان ولایت والي ښاغلي رحمت الله یارمل سره په دغه ولایت کې د اوبو مدیریت پراختیايي پروژو په اړه خبرې وکړې.

په دغه ناسته کې د لغمان ولایت والي لومړی ښاغلي تکل ته د کمال خان بند د بشپړېدو مبارکي وویله او د اوبو مدیریت په برخه کې یې د دغې ادارې د رهبرۍ کړنې او فعالیتونه وستايل.

وروسته ښاغلي يارمل د اوبو مدیریت په برخه کې د لغمان ولایت د ولسونو ستونزې له ښاغلي تکل سره شریکې کړې او په دغه برخه کې یې د لا ډيرې همکارۍ او د چارو د چټکتیا غوښتنه وکړه.

وروسته ښاغلي تکل په نوبت سره په لغمان ولایت کې د ټولو پروژو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل، هغه زیاته کړه" د شاهي کانال د لومړي لاټ چارې په چټکۍ سره روانې دي؛ دويم لاټ یې د تدارکاتو په پروسه کې دی؛ دریم لاټ یې تر ډيزاین لاندې دی او څلورم لاټ یې په راتلوونکي پلان کې دی چې په نوبت سره به د دغه کانال چې يوه لویه او ملي پروژه ده چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي."

همدارنګه ښاغلي تکل زیاته کړه، چې په ۱۴۰۰ کال کې به د (وطن ګټو او کله ګوش) بندونو تر څنګ د څو نورو پروژو چې پلان کې دي چارې پيل شي. په دغو پروژو کې کوچني بندونه، کانالونه، سربندونه، ګبیوني او استنادي دېوالونه شامل دي.

همدارنګه ښاغلي تکل د لغمان ولایت سیندیزې فرعي حوزې ریاست او د برنامو د انسجام ریاست ته دنده وسپارل شوه تر څو د پيرخېل د استنادي دېوال موضوع وڅېړي او نتیجه یې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې مقام سره شریک کړي.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۵۰
Background image

په ګذرې او پښتون زرغون ولسوالیو کې د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د عادلانه وېش په موخه څارنه وشوه

د لاندني هریرود- مرغاب سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي سردار عزیزي او ورسره مل تخنیکي ټیم د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د هرات ولایت په پښتون زرغون او ګذرې ولسوالیو کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر کندز ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له پلې شوې پروژې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د امام صاحب ولسوالي په نجم الدین برزنګي سیمه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بدخشان ولایت د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه.

ه. . .

بیرته تګ

User account menu