پکتيکا ولايت کې د څلورو چکډمونو پروژې د نږدې څوارلس میلیونه افغانیو په  لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

MEW-Media
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۱۳:۵۲
1

 

پکتیکا ولایت کې د څلورو چکډمونو پروژو چارې بشپړې شوي چې د اوبو او انرژی وزارت په مالي لګښت سره د پکتیکا ولایت په  بېلابېلو ولسوالیو کې د 13764702.18 دیارلس میلیونه او اوه سوه څلور شپېته زره او اوه سوه دوه اعشاریه اتلس افغانیو بودیجې سره سرته رسېدلې دي.

نوموړي چکډمونه د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودیجې څخه د دوو کورنیو شرکتونو  له لورې   چې د ګومل فرعي سیندیزې حوزې له لورې یې  څارنه کېدله، پر مخ وړل کیدلې، چې په ټولیزه توګه د 83501.11 مترمکعب اوبو د ذخیزه کولو ظرفیت لري

دغه چکډمونه عبارت دي له: د نعمت آباد ولسوالۍ د ماشین قریې چکډم، د یوسف خېل ولسوالۍ د ترخه چکډم، د برمل ولسوالۍ د فقیران چکډم او د تروې ولسوالۍ د بوزه چکډم.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۵۰
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو چارې ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۸هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۳هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو رئیس او ورسره مل تخنیکي ټیم د یاد ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو د چارو له بهیر څخه څارنه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۱۲
Background image

په فاریاب ولایت کې د چهلګزي چکډیم جوړونې پروژې چارې د نږدې ۳۷ زره آمریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۱ هـ ل

په فاریاب ولایت کې د چهلګزي چکډیم جوړونې پروژې چارې د شاوخوا ۳۷ زره آمریکایي ډالرو په لګښت د شیرین تګاب – میمنې فرعي سیندیزې حوزې له لورې پیل شوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۵۱
Background image

په لوګر ولایت کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي دېوال پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۱هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱۶هـ ل

د لوګر فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقدیم لیاقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د مرکز اړوند پل‌علم کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي. . .

بیرته تګ

User account menu