پکتیکا ولایت کې د اتو کاریزونو د ترمیم او پاکاري چارې د نږدې پنځه میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۶
1

د پکتیکا ولایت په یوسف‌خېلو او خوشامند ولسوالیو کې د اتو کاریزونو د ترمیم او پاکاري چارې د ۴ میلیونه، ۸۱۸ زره او ۲۴۴ افغانیو په لګښت پيل شوې.

د نوموړو پروژو د چارو په بشپړېدو سره به د کاریزونو په اوبو کې د پام وړ زیاتوالی راشي او د اوبو په برخه کې د سیمې د اوسېدونکو ستونزې تر ډېره بریده هوارې شي.

د دغو پروژو چارې د یونیسکو بنسټ په مالي لګښت د پکتیکا د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۶:۲۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت کې د اوبو پروژو د پراختیایي بودجې د لګښت او د پرمختګ  وضعیت د څرنګوالي د ارزولو په هکله ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د مالي او اداري عمومي رئيس، د مالي او تدارکاتو رئيسانو، د اوبو سکتور د تخنیکي رئيسانو، سلاکارانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۳:۳۶
Background image

د فاریاب ولایت د یو شمېر اوسېدونکو د ستونزو د هوارولو په هکله خبرې، اترې وشوې

د فاریاب د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي محي الدین مبارز د هغه ولایت د ګرزیوان ولسوالي له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل او د هغوی د ستونزو او د خواجه غار بند د جوړولو پر سر د هغوی ترمنځ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۱:۳۳
Background image

اوبو او انرژي وزارت کې اړوندو کارمندانو ته د « اوبو ګټې اخیستونکې ټولنې او میراب سیسټم» په برخه کې دوه ورځنۍ ښوونیزه برنامه جوړه شوه

د کارمندانو د وړتیا لوړولو د تېرو برنامو په دوام، دغه دوه ورځنۍ ښوونیزه برنامه د « اوبو ګټې اخیستونکې ټولنې او میراب سیسټم» په برخه کې د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري عمومي ریاست. . .

بیرته تګ

User account menu