پکتیکا ولایت کې د اوبو د دریو پروژو چارې د څه باندې دیارلس میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې
د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه، اومنې او جاني خېلو ولسوالیو کې د پلتو سربند، د اته خونې د اوبولګو لو شبکه او د شاتورو د کاریز پروژه د دیارلس میلیونه، څلور سوه، دوه نوي زره، پنځه سوه او نوي(13492590) افغانیو په لګښت پيل شوې.
د نوموړو پروژو چارې د یو، این، ډي، پي په مالي لګښت د پکتیکا ولایت د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، چې چارې به یې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.