پکتیکا ولایت کې د څلورو پروژو چارې د نږدې ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۸:۴۶
1

د پکتیکا ولایت د جاني‌خېلو او اومنې ولسوالیو او مرکز ښرنه کې د خنجکي کلي چکډم، د اته‌خونې حوض او کانال او د شاتوري کاریز کانال چارې د ۱۵ میلیونه، ۹۲۴ زره او ۴۳۵ افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د خنجکي چکډم د ۷۶ متره په اوږدوالي او ۴ متره لوړوالي سره جوړ شوی، چې د ۲۲۶۹۰ متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري او چارې یې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د پکتیکا د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدي.

همدارنګه د اته‌خونې حوض او کانال او د شاتوري کاریز پروژو چارې د یو، این، ډي، پي موسسې په مالي لګښت د پکتیکا د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۸:۵۱
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین، محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې  “د اوبو اونۍ” تر عنوان لاندې د وزیرانو په کچه مهم فورم کې ګډون وکړ او د افغانستان په استازیتوب یې هراړخیزه وینا وړاندې کړه.

۷ / شوال / ۱۴۴۷ هـ ق

۵/ حمل / ۱۴۰۵ هـ ش

څلورنۍ

ښاغلي آخندزاده په خپله وینا کې د افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د اوبو د عادلانه وېش پر اهمیت، د اوبو ډیپلوماسي د پیاوړتیا، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۶:۴۸
Background image

د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ کې د چکډيم پروژې څخه ليدنه ترسره شوه.

۶/شوال/ ۱۴۴۷ هـ ق

۴/ وری/ ۱۴۰۵هـ ش

د ننګرهار سينديزې فرعي حوزې رياست  تخنیکي تيم خوګياڼو ولسوالي اړوند ساحه کې د جوړيدونکي چکډيم د ساختماني چارو څخه ليدنه وکړه او کومه ذخیره چې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۶:۴۵
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین، محترم مجیب الرحمن عمر اخندزاده، د تاشکند د اوبو اونۍ په مهم نړیوال فورم کې د ګډون په موخه د ازبکستان هېواد ته  په رسمي سفر لاړ.

۶ / شوال / ۱۴۴۷ هـ ق

۴ / حمل / ۱۴۰۵ هـ ش

درېنۍ

دغه سفر د سیمې او نړۍ په کچه د اوبو د مدیریت، همغږۍ او ګډو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام بلل کېږي. د تاشکند د اوبو اونۍ فورم، چې. . .

بیرته تګ

User account menu