پکتیکا ولایت کې د یوه سربند او استنادي دېوال د جوړوېدو چارې د څه باندې دوه نیم میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۰:۹
1

د پکتیکا ولایت د سرحوضې اړوند د ګلردین کلي سربند او استنادي دېوال د جوړوېدو چارې د ۲ میلیونه، ۷۰۳ زره او ۱۱۳ افغانیو په لګښت د پکتیکا ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو او یو شمېر قومي مشرانو په شتون کې پیل شوې.

د نوموړې پروژې چارې به د دوو میاشتو په موده کې بشپړې او د چارو په بشپړېدو سره به یې ۸۰ هکتاره ځمکه خړوبه شي.

د دغې پروژې چارې د یو. ان. ډي.پي موسسې په مالي ملاتړ د پکتیکا ولایت د اوبو  او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۳:۵۴
Background image

د بغلان ولايت دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د کانالونو د پاک کاري چارې پیل شوې

۸/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۴/۳/۱۴۰۵ هـ ش

د بغلان ولايت دوشي او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د کانالونو د پاک کاري چارې د بغلان ولایت د مرستیال والي مولوي محمد نبي غزنوي، د بغلان ولایت د فرعي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۵:۵۳
Background image

لوګر ولایت کې د تحکیماتي دېوال د جوړېدو چارې د څه باندې  ۲‎.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوېc

۷/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳/۳/۱۴۰۵ هـ ش

لوګر ولایت کې د کمال خيلو کانال د څنډو د ټینګښت په موخه د استنادي دېوال پروژې چارې د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبير، د ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۹
Background image

لغمان ولایت کې د پاچا جوی کانال د سربند رغنیزې چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

۴/۱۲/۱۴۴۷ هـ ق مطابق ۳۱/۲/۱۴۰۵ هـ ش

د لغمان ولایت سیندیزې فرعي حوزې، ولایت مقام او اقتصاد ریاست ګډ تخنیکي پلاوي د مهترلام اړوند د پاچا جوی کانال د سربند د رغنیزو چارو څخه څارنه وکړه.

. . .

بیرته تګ

User account menu