کاپیسا ولایت کې د سربند پروژې د ساتونکو د هستوګنځي د جوړولو چارې ۵۸ سلنه پرمخ تللې دي

د کاپیسا ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم انجنیر کاوه خروش او ورسره مل تخنیکي ټيم د کاپیسا ولایت په لومړۍ حصې ولسوالي کې د سربند پروژې د ساتونکو د هستوګنځي د جوړولو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
د نوموړې پروژې چارې چې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د ۳ سوه ۷۹ زره او ۹۰۰ افغانیو په ارزښت پرمخ وړل کېږي، ۵۸ سلنه پرمخ تللې دي.