کاپیسا ولایت کې د میرآب باشی نوی سیسټم، د کانالونو د ساتنې او څارنې او د کانالونو د حریم په هکله ښوونیز ورکشاپ وړاندې شو

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۰:۲۳
1

د کاپیسا ولایت د اوبو او انرژي ریاست د اوبو د تنظیم آمریت د میرآب باشی او میرابانو د ټولنو د رئیسانو په شتون کې د  میرآب باشی نوی سیسټم، د کانالونو د ساتنې او څارنې او د کانالونو د حریم په هکله ښوونیز ورکشاپ وړاندې کړ.

په دغهٔ ورکشاپ کې د اوبو د سرچینو د ښه مدیریت د تګلارو او ننګونو او د کانالونو د حریم سربېره، د اوبو په وېش کې د  میراب باشي ارزښت، په کانالونو کې د اوبو په جریان او د اوبو د سرچینو د ضایع کولو او د کانالونو د حریم څارنه، د اوبو د خرابېدو او ککړتیا په موخه د کانالونو د ساتنې او څارنې په اړه بحث او د اندونو تبادله ترسره شوه.

همدرانګه په دغهٔ ورکشاپ کې د اوبو د مدیریت نوې تګلارې، د اوبو په سرچینو د اقلیمې بدلونونو ننګونې، د کانالونو د حریم د ساتنې په تړاو قوانین او مقررات او د محلي ټولنو د ګډون نقش، د میراب باشیانو په وسیله د کانالونو پاک کاري هم تر بحث لاندې ونیول شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۱۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم پروژې چارې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۱۴هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴هـ.ل

د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالي اړوند د قخور کلي په سیمه کې د دهن جنګل سیند د دواړو غاړو د تحکیم په موخه د استنادي دېوال جوړولو پروژې چارې د ۹ میلیونه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۴۵
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۴ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۴ هـ.ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي اړوند په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې تر اوسه پورې ۳۷ سلنه بشپړې شوې دي.

د یادې پروژې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د پامانې چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۳۰ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په محمد آغې ولسوالي کې د پامانې چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې. . .

بیرته تګ

User account menu