کندز ولایت کې دخوراک په مقابل کې د کار ملي پروګرام په اړوند ناسته ترسره شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۴ - ۱۵:۱۶
1

د افغانستان اسلامي امارت د رئيس الوزرا د هدایت په اساس دا ناسته د کندز ولایت د والي تر ریاست لاندې د یاد ولایت د مرستیال، ولسوالانو، د کانالونو میرابانو او د خوراک په مقابل کې د کار ملي پروګرام د رهبري پلاوي د کمېټې غړو په ګډون کې د ولایت د مقام په تالار کې جوړه شوه. 

په دغه ناسته کې د اوبو د اهمیت او د کثافاتو او رسوباتو څخه د کانالونو پاکونې په اړه خبرې وشوې او ټولو میرابانو ته هدایت ورکړل شو، چې په دغه پروګرام کې د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ولسوالیو د ساحوي مدیرانو سره په همغږۍ سره فعاله ونډه واخلي، ترڅو دغه پروګرام په سمه او درسته توګه د نیمګړتیا پرته په ساحه کې پلی شي او بزګران د کانالونو د پاکونې او خپلو کښتونو ته د اوبو رسولو له ستونزې څخه خلاص شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu