کندهار ولایت کې د اوبو پروژو د پلي کولو په هکله خبرې، اترې وشوې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۱ - ۱۱:۱۲

د کندهار ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا سید محمد شرافت او د دغه ریاست تخنیکي ټیم د آی. سې.آر. سې له مسؤلینو سره وکتل او د دغه ولایت په میوند ولسوالي کې د اوبو پروژو( کانالونو، سربندونو، استنادي دېوالونو او چکډمونو) د پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، ښاغلي شرافت د اوبو پروژو په برخه کې د نوموړې ولسوالي د خلکو اړتیاوې د آی. سې.آر. سې له مسؤلینو سره شریکې او ورته د رسیدګي غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، د آی. سې.آر. سې مسؤلینو په دغه لیدنه کې په نوموړې ولسوالي کې د اوبو پروژو د پلي کولو په برخه کې د همکاري ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۵۱
Background image

په لوګر ولایت کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي دېوال پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۱هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱۶هـ ل

د لوګر فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقدیم لیاقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د مرکز اړوند پل‌علم کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۲۵
Background image

په غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۲۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱۶  هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالغفار آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۶:۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د دوو کانالونو د رغونې چارې د ۲۱ نیم میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۸ هـ ل

د پکتیکا ولایت په یوسف‌خېلو او زیړوک ولسوالیو کې د ملخ او زیړوک اوبولګولو کانالونو د رغونې چارې د ۲۱ نیم میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

ملخ کانال. . .

بیرته تګ

User account menu