کندهار ولایت کې د ځمکې لاندې اوبو د څارنیزې شبکې د پراختیا په موخه د ۴۲ کړیو ژورو څاه ګانو څخه څارنه وشوه
د ارغنداب سیندیزې حوزې مسؤلینو کندهار ولایت کې د ۸ کړیو څارنیزو، ۸ کړیو څېړنیزو او همدارنګه د ۳۴ کړیو ژورو څاه ګانو څخه د ځمکې لاندې اوبو د سطحې د تثبیت او د څارنیزې او څېړنیزې شبکې د پراختیا په موخه څارنه ترسره کړه.
د یادو څېړنیزو او څارنیزو شبکو د پراختیا څخه موخه دا ده، چې په یاد ولایت کې د اوبو د سطحې د ښکته کېدو او یا هم د راپورته کېدو په اړه اړین معلومات را ټول شي، ترڅو د یادو څاه ګانو د ارقامو د راټولولو له مخې د وچکالۍ د پيښیدونکي ناورین او د اوبو د زیات لګښت د مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیول شي.
