کندهار ولایت کې د کانال، سربند، د ګبیون دېوال او پلچکونو د جوړولو پروژې چارې د څه باندې 11 میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې
![1](/sites/default/files/2025-02/img-20250211-wa0010.jpg)
د کندهار ولایت د لوړ میوند ولسوالي د مندوزو په کلي کې د مندوزو کانال پاک کاري، سربند او ګبیون دېوال د جوړولو چارې د کندهار د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې د اېف، اې، او مؤسسې په مالي مرستې د 11 میلیونه 692 زره 788 افغانیو په لګښت پیل شوې.
په دغې پروژې کې د 754 متره کانال د سنګ کاري په وسيله پخته کاري، د کانال د 1200 متره پاک کاري، د کانال په سر باندې د 3 پلچکونو، د 85 متره سربند، د دروازې او 45 متره د ګبیون دېوال جوړول شامل دي.
د یادولو وړ ده چې دغه کانال د ځایي اوسېدونکو د تګ او راتګ لپاره د آسانتیا، د کانال د تخریب د مخنیوي، د اوبو د ضایع کېدو څخه د مخنیوي او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه جوړېږي او ګڼ شمېر ځایي اوسېدونکو ته پکې د کار زمینه برابره شوې او د 5 میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.