کندهار ولایت کې د یوه چکډم جوړولو چارې د څه باندې څلور میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۴:۲۰
1

د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالي د پای کاریز په کلي د کندهار ولایت د یوه چکډم جوړولو چارې د ۴ میلیونه، ۶۰۱ زرو او ۸۳۸ افغانیو په لګښت د کندهار ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا سید محمد شرافت او یو شمېر قومي مشرانو په شتون کې پیل شوه.

نوموړی چکډم د ۲۳ متره په اوږدوالي او ۸.۳۵ متره په لوړوالي سره جوړیږي، چې د ۲۲ زره متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا به ولري.

د دغه چکډم د چارو په بشپړېدو سره به د ځمکې لاندې اوبو کچه پورته او د اوبو په برخه کې د نوموړي کلي د کروندګرو ستونزې هوارې شي.

د دغې پروژې چارې د افغانستان اسلامي امارت په مالي لګښت د کندهار ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي او چارې به یې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۴:۰
Background image

تخار ولایت کې د اتو اوبو پروژو د سمون او بیارغونې چارې د ۳۵۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې

د تخار ولایت په چال، بهارک او فرخار ولسوالیو او مرکز، تالقان کې د خانقا او سنګ لشم، ګاو مال او شاه روان، جرارق او عبدالحمید کانالونو، سربند، استنادي دېوالونو، کنټرولي دروازو، واشکلورد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۰:۵۳
Background image

د بغلان ولایت د کیله‌ګي د اوبو ذخیروي بند د جیوتکنیکل سروې د پیل په موخه خبرې، اترې وشوې

د بغلان د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد عمر انس د اوبو او انرژي وزارت له تخنیکي پلاوي سره وکتل او د بغلان ولایت د دوشي ولسوالي اړوند د کیله‌ګي د اوبو ذخیروي بند د جیوتکنیکل سروې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۴:۳۱
Background image

د آمو سيند څنډو د ټینګښت ریاست کارمندانو د خپلې یوې ورځې معاش د کنړ ولایت له زلزله‌ځپلو سره د مرستې په موخه ورکړ

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکيل احمد نقي د دغه ریاست له کارمندانو سره د کنړ ولایت له زلزله‌ځپلو سره د مرستې او همکاري په موخه ناسته ترسره او د نوموړې پېښې شهیدانو روح ته. . .

بیرته تګ

User account menu