کنړ ولایت کې د صافو شولط چکډم د جوړولو چارې د څه باندې پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳۱ - ۱۱:۴۴
1

د کنړ ولایت د نورګل ولسوالي اړوند د صافو شولط چکډم د جوړولو چارې د پنځه میلیونه، درې سوه پنځوس زره، پنځه سوه او دوه پنځوس(5350552 ) افغانیو په ارزښت د کنړ د سیندیزې فرعي حوزې او  د نورګل د ولسوالي د مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.

د نوموړي چکډم چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د یوه خصوصي شرکت له لوري د کنړ سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي ، چې چارې به یې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

User account menu