کنړ ولایت کې د پشد چکډم چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي
د کنړ د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د کنړ ولایت په سرکاڼو ولسوالي کې د پشد چکډم د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
د نوموړي چکډم چارې د ۲میلیونه، ۲۹۹ زره او ۲۵۶ افغانیو په ارزښت د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د کنړ د اوبو او انرژي ریاست له لوري پرمخ وړل کېږي، ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي.