یو ترکې پانګه وال په افغانستان کې د  انرژي په برخه کې پانګونې ته لیوالتیا څرګنده کړه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۳ - ۱۲:۱۸
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي مولوي عارف الله عارف د خپل کار په دفتر کې د ترکیې هیواد  د Emin Electricity شرکت له استازي سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د یاد شرکت استازي په افغانستان کي د انرژي د تولید په برخه کې د پانګونې لیوالتیا څرګنده کړه او د اوبو او نرژي وزارت له رهبري څخه یې په دې برخه کې د زمینې برابرولو او همکاري غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین مولوي عارف په افغانستان کې د نوموړي شرکت د پانګونې له لیوالتیا  څخه هرکلی وکړ او د انرژي د تولید په برخه کې یې د زمینې برابرولو ډاډ ورکړ.

په پای کې، دواړو لورو د ګډې همکاري لپاره پرلا زیاتو همغږي او د معلوماتو شریکولو باندې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۶:۳
Background image

د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله د افغاني سرې مياشتې ټولنې په اداره کې د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو چارو په هکله د افغاني سرې مياشتې ټولنې اداري له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه، د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي وزارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

ارزګان ولایت کې د دوو چکډمونو پروژو د جوړولو چارې د څه باندې ۱۳‌ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۷/ ثور/ ۱۴۰۵ هـ ل

۱۰/ ذوالقعده/ ۱۴۴۷  

د ارزګان ولایت په مرکز، ترینکوټ او دهراود ولسوالي کې د دوو چکډمونو پروژو د جوړولو چارې د ۱۳ میلیونه او ۷۱ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.

د نوموړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۱۰
Background image

د کنړ سیندیزې فرعي حوزې رئيس د پشد کانال له ګټې اخیستونکو سره د اوبو د عادلانه وېش او نورو اړوندو موضوعاتو په موخه وکتل

د کنړ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا دوست محمد حنفي د دغه ولایت د سرکاڼو ولسوالي د پشد کانال د اوبو له ګټې اخیستونکو سره د اوبو د عادلانه وېش او نورو اړوندو موضوعاتو په موخه وکتل او. . .

بیرته تګ

User account menu