یو لوړ پوړی هیئت د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر په مشري ترکیې هېواد ته په سفر ولاړ

mew-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۷ - ۱۱:۱۰
1

د افغانستان برېښنا شرکت د اجرائیوي رئيس ښاغلي محمد حنیف حمزه په شمول یو لوړ پوړی هیئت د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي الحاج ملا عبداللطیف منصور په مشري ترکیې هېواد ته په سفر ولاړ.دوی به هلته د تاجکستان هېواد د برېښنا مسؤلینو سره د ۲۰۲۳م کال لپاره د وارداتي برېښنا تړون د تمدید په هکله خبرې وکړي او هم به په افغانستان کې د برېښنا د تولید د پراختیا لپاره په یو شمېر مجلسونو کې ګډون وکړي.

د یادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د یوه پلاوي په مشري ازبکستان هېواد ته سفر کړی وو، او د یاد هېواد د برېښنا شرکت له مسؤلینو سره یې د ۲۰۲۳م کال لپاره د وارداتي برېښنا قرارداد تمدید کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په لوګر ولایت کې د پامانې چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۵/۱۰ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۳۰ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په محمد آغې ولسوالي کې د پامانې چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۵۷
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د سردرې سهاک کوچني بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۵/۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۸ هـ.ل

د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالي اړوند د سردرې سهاک کلي کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د میدان وردګ د والي محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو په برخه کې ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره روانې دي

۱۴۴۸/۵/۷هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۷ هـ.ل

د بغلان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د چکډیمونو، استنادي دېوالونو او محافظتي دېوالونو ۱۲ پروژې د څه باندې ۳۲۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت په چټکۍ سره. . .

بیرته تګ

User account menu