ارزګان ولایت کې د لبلان کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د ارزګان د اوبو او او انرژي ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په دهراود ولسوالي کې د لبلان کانال اړوند د اکویټ کټ پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو او چټکتیا په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
د نوموړې پروژې چارې د ایف، اې، او موسسې په مالي لګښت د ارزګان د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.