اوبو او انرژي وزارت کې د عمومي حوزوي ریاستونو او د ولایتونو د اوبو او انرژي ریاستونو د کارمندانو د وړتیا لوړولو په موخه د « جي آی اس» ښوونیزه برنامه په لاره واچول شوه

MEW-Media
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۹ - ۱۰:۴۱
1

اوبو او انرژي وزارت د عمومي حوزوي ریاستونو او د ولایتونو د اوبو او انرژي ریاستونو د کارمندانو د مسلکي وړتیا لوړولو په موخه، د جغرافیایي معلوماتو سیسټم « جي آی اس» په برخه کې یوه دوه ورځنۍ ښوونیزه برنامه په لاره واچول.

دغه برنامه د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري عمومي ریاست تر چتر لاندې د کارکوونکو د چارو ریاست له لوري د کابل پولي‌تخنیک پوهنتون په همکاري ترسره او پکې څه باندې ۳۰ تنه کارمندانو ګډون وکړ.

د دغې برنامې په بهیر کې، ګډونوال د اوبو سرچینو په برخه کې د جي آی اس سیسټم د بنسټیزو او کاربردي مفاهیمو، د تخنیکي نقشو د چمتوکولو، د جغرافیایي ډیټا د شننو او په پلان جوړونه او د پروژو په پلي کولو کې د نوې ټکنالوژي څخه له اغېزمنې ګټې اخیستنې سره پېژندګلوي  ومونده.

د یادونې وړده، چې په تخصصي برخو کې ښوونیزې برنامې لکه د اوبو او نرژي د مدیریت نوې ټکنالوژي د کاري وړتیاوو د غوره‌والي او د وزارت د چوپړتیاوو د کچې په لوړولو کې اړین رول لري او د اوبو او انرژي وزارت د کارکوونکو چارو ریاست په دومداره توګه په بېلابېلو برخو کې د دغه ډول برنامو جوړولو ته په خپل کاري لومړیتوبونو کې ځای ورکړی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu