اوبو او انرژي وزارت کې د عمومي حوزوي ریاستونو او د ولایتونو د اوبو او انرژي ریاستونو د کارمندانو د وړتیا لوړولو په موخه د « جي آی اس» ښوونیزه برنامه په لاره واچول شوه

اوبو او انرژي وزارت د عمومي حوزوي ریاستونو او د ولایتونو د اوبو او انرژي ریاستونو د کارمندانو د مسلکي وړتیا لوړولو په موخه، د جغرافیایي معلوماتو سیسټم « جي آی اس» په برخه کې یوه دوه ورځنۍ ښوونیزه برنامه په لاره واچول.
دغه برنامه د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري عمومي ریاست تر چتر لاندې د کارکوونکو د چارو ریاست له لوري د کابل پوليتخنیک پوهنتون په همکاري ترسره او پکې څه باندې ۳۰ تنه کارمندانو ګډون وکړ.
د دغې برنامې په بهیر کې، ګډونوال د اوبو سرچینو په برخه کې د جي آی اس سیسټم د بنسټیزو او کاربردي مفاهیمو، د تخنیکي نقشو د چمتوکولو، د جغرافیایي ډیټا د شننو او په پلان جوړونه او د پروژو په پلي کولو کې د نوې ټکنالوژي څخه له اغېزمنې ګټې اخیستنې سره پېژندګلوي ومونده.
د یادونې وړده، چې په تخصصي برخو کې ښوونیزې برنامې لکه د اوبو او نرژي د مدیریت نوې ټکنالوژي د کاري وړتیاوو د غورهوالي او د وزارت د چوپړتیاوو د کچې په لوړولو کې اړین رول لري او د اوبو او انرژي وزارت د کارکوونکو چارو ریاست په دومداره توګه په بېلابېلو برخو کې د دغه ډول برنامو جوړولو ته په خپل کاري لومړیتوبونو کې ځای ورکړی دی.