خوست ولایت کې د سطحي او ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه شوې ده
د شمل – خرم سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په دغه ولایت کې د ۳۸ کړیو څارنیزو څاګانو څخه ارقام راټول او همدارنګه د سټيشنونو د حفظ او مراقبت ترڅنګ یې له ۲ پایو سټاف ګیچونو څخه د رسوباتو بېلګې او له ۷ پایو سټیشنونو څخه خامه ډیتا هم واخیسته.
د څارنیزو څاګانو څخه د راټول شوو معلوماتو پر بنسټ، په خوست ولایت کې د سطحي او ځمکې لاندې اوبو کچه لوړه شوې ده.
