د ارزګان ولایت د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې نوی رئیس خپلو همکارانو ته وروپیژندل شو

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۰ - ۱۵:۵۸
1

محترم مولوي خلیل الرحمن عمري، چې مخکي له دې یې د ارزګان ولایت د چاپیریال ساتنې د رئیس په توګه دنده ترسره کوله د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې د نوي رئیس په توګه د نوموړي حوزې د مخکیني رئیس محترم الحاج مولوي وکیل احمد نقي او د یاد ریاست د کارمندانو په شتون کې خپلو همکارانو ته وروپیژندل شو.

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې مخکیني رئیس محترم الحاج مولوي وکیل احمد نقي وویل، چې تغیر او تبدیل په دولتي ادارو کې یو اصل دی؛ اصولو ته احترام لرو او په کلکه له نظام سره ولاړ یو.

User account menu