د اوبو معینیت په اونیزه تخنیکي غونډه کې د ۱۴۰۴ هـ ل کال د تشکیل او د دغه معینیت تر چتر لاندې د دوو ریاستونو د یو کال د کړنو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه
دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر رهبري لاندې د دغه معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.
په دغه ناسته کې، د اوبو معینیت او تر چتر لاندې ریاستونو د ۱۴۰۴ هـ ل کال د تشکیلاتي جوړښت په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او همدارنګه د لابراتوار او د اوبو څېړنو او د اوبو د کیفیت د کنټرول ریاستونو یو کلني کړنې وړاندې شوې.
د اوبو محترم معین د نوموړو ریاستونو د کړنو او فعالیتونو تر ارزولو وروسته، د چارو د غوره ترسره کولو او هغو ریاستونو پورې د اړوندو چارو د چټکتیا په موخه اړینې سپارښتنې وکړې.