د پکتیا ولایت د انرژي ولایتي کمېټې غونډه ترسره شوه
دغه غونډه چې د پکتیا د سیندیزې فرعي حوزې د رئيس محترم مولوي محمد کریم فاتح، د اقتصاد او چاپېریال ساتنې ریاستونو او د ټ، ال، او او پاملرنې موسسو د استازو او د سهیل ختیځ زون د انرژي آمر محترم انجنیر شمس الله روښان په شتون کې ترسره شوه.
په دغه غونډه کې، د ولایت په کچه د انرژي د برنامو د پلي کولو په هکله د همغږي د رامنځته کولو، د انرژي د ستونزو، طرحو، د حل لارو چارو، د مایکرو هایدرو پاورونو پروژو د ودانیو د ساتنې او پاملرنې په برخه کې د پروژو ګټې اخیستونکو د ونډې اخیستلو، د پوهنتونونو او د تخنیکي او مسلکي انسټیټوټ مسلکي استادانو ته د انرژي په کمېټې کې د برخې اخیستلو د بلنې ورکولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او اړین تصمیمونه ونیول شول.