د ارزګان ولایت د سر آب بند دفتري مطالعات بشپړ او د یوې ناستې په ترڅ کې په یوه پرزنټیشن کې وړاندې شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۳:۴۴
1

دغه ناسته د اوبو تاسیساتو د انجنیري چوپړتیاوو د عمومي رئيس محترم انجنیر عبدالغفور عمري تر مشري لاندې د سروې او ډیزاین رئيس محترم انجنیر حبیب الرحمن مبارز او یو شمېر نورو تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د یوه پرزنټیشن په ترڅ کې د نوموړي بند د دفتري مطالعاتو د وړاندې کولو ترڅنګ د نوموړې پروژې د نورو پړاوونو د ترسره کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او پرېکړه وشوه، چې د سروې او ډیزاین ریاست متخصصین دې د نوموړي بند د مطالعاتو او بسنټیزې سروې د ترسره کولو لپاره ارزګان ولایت ته ولېږل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۹:۲
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۱ هـ ق مطابق ۳/۱۷ /۱۴۰۵ هـ ش

د غزني ولایت د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه دوهم ځل د پنځو ورځو لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د غزني د فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۴:۸
Background image

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې ودانیزې چارې ۵۷ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۷/۱۲/۲۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۶ هـ ش

 د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu