د افغانستان برېښنا شرکت  دمدیره پلاوي دائمي غړی همکارانو ته ور وپېژندل شو

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۱۶:۴۶
1

محترم الحاج مولوي فضل الرحمن سعید چې تردې مخکې یې د اوبو او انرژي وزارت د کورنۍ پلټنې د رئيس په توګه دنده ترسره کوله، د اوبو او انرژي وزارت د رهبري د لزوم دید او د ریاست الوزرا د عالي مقام د حکم پر بنسټ د اوبو او انرژي وزارت د دفتر د عمومي رئيس محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز له لوري همکارانو ته ور وپېژندل شو.

د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس د مولوي سعید د ورپېژندلو پر مهال د هغه پوهه، تجربې او کړنې وستایلې او هغه ته یې د خدای(ج) له دربار څخه نظام او هېواد ته د خدمت ترسره کولو د لازیاتو توفیقاتو غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې محترم الحاج مولوي فضل الرحمن سعید د منبع العلوم مدرسې څخه د لیسانس په کچه فارغ شوی او د اسلامي امارت په مخکینې دوره کې په احصائیه کې د ټولنیزې او دموګرافي د رئيس او همدارنګه د کابل ښاروالي د اتمې او دریمې ناحیو د رئيس په توګه دنده ترسره کړې ده.

ښاغلي سعید د اشغال په وړاندې د جهاد په پړوا کې درې ځله په بګرام زندان کې زنداني شوی او همدارنګه د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالي د نظامي کمېسیون د مسؤل په توګه دنده ترسره کړې، چې په دې برخه کې یې کوتلي ګامونه پورته کړي او ډېرې ستونزې یې هم ګاللې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۴۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر ارزګان ولایت ته سفر وکړ

۲۸ رمضان ۱۴۴۷ هـ ق

۲۶ حوت ۱۴۰۴ هـ ل

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج  ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل ددغه وزارت د انجینري چوپړتیاوو او اوبو تاسیساتو عمومي رئیس محترم انجینر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

ارزګان ولایت کې د ګوهرګین کانال د ټینګښت پروژه د ۹۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ارزګان ولایت د چهارچینو ولسوالي اړوند د ګوهرګین کانال پروژه د ۹۰زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي خلیل الرحمن عمري او یو شمېر نورو سیمه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار ولایت کې د یوې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزیر په شتون کې د ۱۱۰ میلیونه افغانيو په لګښت پیل شوې

د کندهار ولایت د کښته میوند ولسوالي په بند تیمور سیمه کې د یوې پروژې چارې د ۱۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، انجنیر اسدالله عمار، د. . .

بیرته تګ

User account menu