د انرژي معینیت اونېزه تخنیکي او اداري ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳۱ - ۱۶:۲۵
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز تر مشرې لاندې د رئيسانو، سلاکارانو او د نوموړي معینیت د تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د انرژي سکتور اړوند د بېلابېلو تخنیکي او اداري موضوعاتو په ځانګړې توګه د بادي څېړنیزو ټاورونو د نصبولو او فعالولو، د انرژي او د نوي کېدو وړ انرژي نړیوالو سازمانونو سره همغږي او د نوي کېدو وړ انرژي پروژو د پلي کولو په موخه د ملاتړکوونکي صندوق رامنځته کولو د طرحې چمتو کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

په دغه ناسته کې، د ۱۵ څېړنیزو بادي ټاورونو د فعالولو او نصبولو د موضوع په هکله پرېکړه وشوه، چې ۷ ټاورونه چې په لږ لګښت سره د فعالولو امکان یې شتون لري په اوسني ځایونو کې د شپږو میاشتو لپاره فعال شي او وروستي پرېکړه د نوموړو ټاورونو د آمارو او ارقامو تر څېړلو وروسته به د شپږو میاشتو په موده کې ونیول شي، او ۸ نور ټاورونه چې نسبتا ډېر لګښت لرونکي دي او د بادي آمارو او ارقامو له پلوه هم ښه اغېزمن نه دي، باید په نوي مشخص شوو ځایونو کې  نصب شي، ترڅو اغېزمنتوب یې ډېر شي.

همدارنګه د انرژي په برخه کې د فعالو نړیوالو سازمانونو لکه سارک، ایکو، چارتر انرژي او نورو د نوي کېدو وړ انرژي سازمانونو سره  د دوه اړخیزې همغږۍ او همکارۍ په موخه داسې پرېکړه وشوه، چې اړوند ریاستونه دې خپل فوکل پاینټونه مشخص کړي، ترڅو دغه فوکل پاینټونه خپل کار له نوموړو سازمانونو سره په ګډه توګه پیل کړي.

په ورته مهال، د نوي کېدو وړ انرژي پروژو د پلي کولو په موخه د ملاتړکوونکي صندوق د اړتیا په هکله پرېکړه وشوه، چې د نوموړي صندوق لپاره هم بشپړه طرحه چمتو شي.

د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئیس د انرژي خدمتونو د تنظیم چارو د اجراآتو د بهیر له ښه والي څخه قدرداني وکړه او د چارو د لا ښه پلي کولو په موخه یې د کمیټې په ډول د چارو په ترسره کولو باندې ټینګار وکړ.

ښاغلي عزیز له رئيسانو څخه وغوښتل چې په ورځني ډول د ټاکل شوو کمېټو فعالیتونه وڅېړي او د چارو د ښه والي او چټکتیا په برخه کې له هغوی سره مرسته وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۱۱
Background image

د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره کې د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو چارو په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداري له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه، د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۳۰
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره خوشې شوې

د غزني د ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو له لوري د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره د میر آبانو او کروندګرو سره په بشپړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بغلان ولایت د کیله‌ګي برېښنا بند له سیمې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې د دغه ولایت په دوشي. . .

بیرته تګ

User account menu