د اوبو او انرژي سرپرست وزير د ترکيې هېواد له يو شمېر علماو او سوداګرو سره د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګونې په هکله خبرې وکړې

mew-admin
جمعه ۱۴۰۳/۷/۲۷ - ۲۱:۱۹
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزير محترم الحاج ملا عبداللطيف منصور  د ترکيې هېواد له يو شمېر علماو او سوداګرو سره وکتل،چې په دغه ليدنه کې د ترکيې هېواد علماو او سوداګرو خپله همکاري د افغانستان له اسلامي امارت سره په ځانګړې توګه د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګونې په برخه کې څرګنده کړه

د اوبو او انرژي سرپرست وزير په دغه ليدنه کې ټينګار وکړ، چې په دغه هېواد کې د اقليمي بدلونونو او پرله پسې وچکاليو په پام کې نيولو سره، د اوبو مديريت او د انرژي پراختيا د افغانستان د خلکو ترټولو اړينو اړتياوو څخه ده

ښاغلي منصور په کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو د کمېدو وضعيت ته په اشارې سره په لنډه توګه د دغه وزارت برنامو ته اشاره وکړه، او  ترکي سوداګرو ته يې بلنه ورکړه،چې د کابل ښار د اوبو د برابرولو په پروژو کې لکه له پنجشير څخه کابل ته د اوبو د لېږد په پروژه، د شاتوت للندر د بند په پروژه او د اوبو او انرژي په نورو ټولګټو پروژو کې پانګونه وکړي

په ورته مهال، ترکي علماو او سوداګرو هم د اوبو او انرژي سرپرست وزير ته د افغانستان له اسلامي امارت سره د خپلو همکاريو په هکله ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه، چې په افغانستان کې د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګونې او همدارنګه له دغه وزارت سره به د افغاني انجنيرانو د تخنيکي زده کړو په برخه کې همکاري وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۴۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر ارزګان ولایت ته سفر وکړ

۲۸ رمضان ۱۴۴۷ هـ ق

۲۶ حوت ۱۴۰۴ هـ ل

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج  ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل ددغه وزارت د انجینري چوپړتیاوو او اوبو تاسیساتو عمومي رئیس محترم انجینر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۳۷
Background image

ارزګان ولایت کې د ګوهرګین کانال د ټینګښت پروژه د ۹۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ارزګان ولایت د چهارچینو ولسوالي اړوند د ګوهرګین کانال پروژه د ۹۰زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي خلیل الرحمن عمري او یو شمېر نورو سیمه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار ولایت کې د یوې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزیر په شتون کې د ۱۱۰ میلیونه افغانيو په لګښت پیل شوې

د کندهار ولایت د کښته میوند ولسوالي په بند تیمور سیمه کې د یوې پروژې چارې د ۱۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، انجنیر اسدالله عمار، د. . .

بیرته تګ

User account menu