د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د "امید سبز" ښارګوټي له مشرانو سره وکتل

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۹ - ۱۵:۲
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور د کابل ښار د شپږمې ناحیې د "امید سبز" ښارګوټي له مشرانو سره چې د حاجي نبي ښارګوټي په نوم مشهور دی، وکتل.

په دغه کتنه کې، د نوموړي ښارګوټي اوسیدونکو په یاد ښارګوټي کې د څښاک اوبو د کموالي ستونزه د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره شریکه کړه او د خپلو ستونزو د هوارولو غوښتنه یې وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر هغوی ته ډاډ ورکړ، چې یاده موضوع به و څېړل شي او د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د نوموړي ښارګوټي د اوسیدونکو ستونزو ته رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu