د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د قطر، ترکیې او یو شمېر آفریقایي هېوادونو له پانګوالو  سره په افغانستان کې د برېښنا انرژي تولید په پروژو کې د پانګونې په هکله خبرې، اترې وکړې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۶:۱۳
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور نن له غرمې وروسته د خپل کار په دفتر کې د قطر، ترکیې او یو شمېر آفریقایي هېوادونو د پانګوالو له رئيس محترم دوکتور حیات الله عتید او مل پلاوي سره وکتل او په افغانستان له بېلابېلو سرچینو څخه د برېښناانرژي تولید په پروژو کې د پانګونې په هکله  بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه ناسته کې، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر نوموړو پانګوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په افغانستان کې د برېښنا انرژي تولید سرچینو په هکله اړین معلومات وړاندې کړل، او زیاته یې کړه، چې اوسمهال په افغانستان کې امنیت ټینګ دی، او د برېښنا انرژي تولید په پروژو کې پانګونې ته زمینه  له هره پلوه چمتو شوې ده.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړو هېوادونو له پانګوالو سره په لیدنه کې ټینګار وکړ، چې مونږ د ټولو بهرنیو هېوادونو پانګوالو په ځانګړې توګه د اسلامي هېوادونو پانګوالو ته د برېښنا انرژي تولید په پروژو کې د پانګونې په برخه کې همکاري ته چمتو یو.

دغه ناسته د وزارت او نوموړو پانګوالو د تخنیکي ټیمونو ترمنځ د همغږي ناستو په ترسره کولو باندې  د برېښنا انرژي تولید پروژو په برخه کې د پانګونې لپاره عملي اقداماتو ته  د زمینې په چمتوکولو باندې په ټینګار سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu